تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل کې ځانمرګی بريد
افغان پلازمېنه کې یوه ځانمرګي بريد ګر د يوه شيعه جومات دننه ۲۷ کسان وژلي دي.
بريد چې د کابل لوېديځ باقر العلوم جومات کې شوی، د راپورونو له مخې په کې ۳۵ تنه نور هم ټپيان شوي دي.
د پېښې پړه داعش ډلې پر غاړه اخيستې ده.
بريد هغه مهال شوی چې جومات کې د امام حسين مړينې د ورځې څلوښتۍ ياد لمانځل کېده.
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ يوه اعلاميه کې بريد غندلی او دا پېښه یې ټولنه کې د درز اچولو هڅه بللې ده.