|
يوه ماڼۍ او زردريڅې: د زده کرې په لته | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا ځل انور ځوانکى هلک د خپلې خور نوريې سره د لومړي ځل لپاره ماڼۍ ته ځي. له ورايه د ماڼۍ په ليدو ډير حيرانيږي چې څومره ښکلي او لوړ ديوالونه لري، په سپينو واورو پوښلو ونو او بوټو ماڼۍ ته لازياته ښکلا ورپه برخه کړې ده. د ماڼۍ د انګر تر مخ ديوعجيب سړي د څيرې په ليدلو د خوښۍ احساس کوي چې رنګارنګ جامې يې په غاړه اودپيريانوپه څيرخولۍ يې په سرده. له روغبړ وروسته پوهيږي چې همدا د قصر ټوکمار ، يانې لالو ماما دى چې د يوې کتابچې د پاڼو په اړولو بوخت دى.. لالو ماماد خپلې همېشنۍ مينې له مخې ميلمنو ته تود هر کلې وايي او هغوى په داسې حال کې د ماڼۍ دهليزنوته له ځانه سره بيايي چې هماغه کتابچه يې په لاس کې ده او په وار وار يې پاڼې اړوي رااړوي. ماشومان د لالو څخه پوښتي چې ولې پريشانه دى او دکتابچې پاڼې بيا بيا اړوي؟ لالو وايي چې کاشکې يې د نورو په څير ښوونځى لوستى واى او س به يې د پاچا ياداشتونه چې ده ته يې ورکړي دي په اسانه لوستلاى شواى.. نوريه ورته د انور په هکله وايي چې انور هم ښوونځى نه دى لوستى ، په لاره کې يې يو شمير زده کوونکي وليدل چې سبقونو ته تلل ،ډير خپه شو چې دزيات عمر په درلودلو نشي کولاى ښوونځى ولولي. لالو ماما دهغوى په خبرو کې ورننوځي او په خپل حال افسوس څرګندوي چې د زيات عمر له کبله ورڅخه د زړه کړې وخت تير شوى او وايي چې دانور د زده کړې وخت اوس هم نه دى تير شوى او کولاى شي ښوونځي ته ولاړ شي او ليک لوست زده کړي،.چې په دې هکله ورته يوه دريڅه پرانيزي.
دريڅه انور او نوريه په دريڅه کې د يوه کور په انګړ کې دوه خورلڼې تورپيکۍ او فريده ويني چې تورپيکۍ په کاليو مينځلو بوخته او فريده يې تر څنګ ناسته ده . په خبرو خبرو کې د شکريې يادونه کوي چې نوې له مهاجرته راغلې او هره ورځ د ښوونځي جامې په غاړه او کتابونه تر څنګ ښوونځي ته ځي. تورپيکۍ او فريده وايي چې کاشکې دوى هم د شکريې په څير ښوونځى ته تللى چې ليک لوست يې زده کړى واى خو څه وکړي چې ددوى عمر زيات شوى دى او نشي کولاى ښوونځي ته ولاړې شي. په دې وخت کې د کلا دروازه پرانيستل کيږي او شکريه ددوى څنګ ته راځي. شکريې ته هغوى يو څه پريشانه مالوميږي .د هغوى د پرېشانۍ پوښتنه کوي خو هغوى يې ورته نه وايي. شکريه ټينګار کوي چې خبره دې په زړه کې نه ساتي کيداى شي هغه ورسره مرسته وکړي. تورپيکۍ او فريده ورته وايي داچې ښوونځى يې نه دى لوستى خپلې راتلونکې ته ډيرې خپه او ناهيلې دي چې له بيلا بيلو ستونزو سره به مخ شي. شکريه هغوى تشويقوي چې اوس هم دوى کولاى شي چې ښوونځي ته ولاړې شي ، خو هغوى يې ورسره نه مني او وايي چې اوس د هغوى د ښوونځي وخت تير شوى دى. شکريه ټينګار کوي چې د هغوى ښوونکي وايي چې دزده کړې وخت هيڅکله هم نه تيريږي او هر څوک کولاى شي هر وخت زده کړه وکړي او ښوونځي ته ولاړ شي . تورپيکۍ وايي چې ددوى خو اوس عمر زيات شوى دى، په ټولګي کې به نورې ټولګي والې په دوى باندې ملنډې وهي .
شکريه ورته بيا هم د خپلو ښوونکو له خولې وايي چې د ليک لوست زده کول په سن او سال پورې هيڅ اړه نلري . دا هيڅ د خپګان وړ خبره نه ده ځکه چې په ښوونځيو کې دهغو نجونو لپاره چې له زده کړې او تعليم څخه وروسته پاتې دي بيل ټولګي جوړ شوي او برسيره پردې د غټانو لپاره ځانګړي ښوونځي او کورسونه هم شته.داچې دهغوى عمر زيات شوى دادهغوى ګناه نه ده ځکه په تيرو کلونو کې د هغوى په سيمه کې هيڅ ښوونځى نه و چې زده کړې يې پکې کړې واى او زياتوي چې زده کړه عيب نه بلکې ناپوهي او بېسوادې عيب دى. تورپيکۍ او فريده هم د شکريې خبره مني او کلک تصميم نيسي چې سر له له همدا اوس څخه به ارومرو په ښوونځي کې ځانونه شاملوي او ټولې به په ګډه اوخوشالۍ سره مکتب ته ځي او په دې توګه به په راتلونکې کې د هيچا احتياج نه وي او روښـانه راتلونکې به ولري ځکه چې پوهنه د ژوند د لارې څراغ دى. ددې خبرو په ختميدو دريڅه تړل کيږي او انور هم ټينګ تصميم نيسي چې د فرېدې او تورپيکۍ په څير به خامخا ښوونځى ته ځي او زده کړه به کوي او لالو ماماهم خو شاليږي او وايي چې هغه به هم زده کړې ته ملا تړي ځکه زده کړه په سن او سال پورې هيڅ تړلې نه ده او دې به هم د زده کړې په برکت د پاچا هر رنګه ياداشتونه لوستلاى شي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||