|
د ژوند کيسې : د نصرو بوټان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نصرو يو ١٠ يا ١١ کلن هلک دى چې د خپل ورور سيفو سره په يوه کوچني کلي کې اوسيږي. نصرو ډېر شوخ او ځورونکى هلک دى. هغه د خپلوانډيوالانو له ځورونې څخه خوند اخلي. هميشه يو ه ستونزه رامنځته کوي، خو داسې ځان ښيي چې ته به وايي له هيڅ شي خبر نه دى. سهيلا،دهغې ورور علي او ددوى ګاونډيان حشمت او بنفشه د نصرو د لوبو نيژدې ملګري دي. يوه ورځ نصرو د خپل ورور سيفو سره جومات ته روان و، ويې ليدل چې بنفشه او سهيلا چندرى کوي،دسترګوپه رپ کې يې د هغوى د چندري ليکې ورانې او موسۍ يې ورته هيسته وغورځوله. د نجونود غالمغال سره جوخت نصرو هم وتښتيد . په جومات کې هم نصرو ارام نه مومي،ددرس په وخت کې ددې لارې چارې سنجوي چې څرنګه ژر له جوماته ووځي اوخپل ملګري وځوروي. له جومات څخه له راوتلو سره جوخت ويني چې بوټان يې له خاورو ډک دي، له ځان سره وايي چې دا کار دعلي او حشمت دى،نو په جنګ په هغوى پسې ځي. ګوري چې علي او حشمت د ډنډه کلک لوبه کوي،په يو څه بانه د هغوى ډنډه ماتوي. ټول ماشومان ترې خواشيني کيږي او لانجه ورسره کوي، خو وروسته پوهيږي چې خبره څه وه. سره له دې چې علي او حشمت ورته وايي چې دا کار دوى نه دى کړى ،خو علي يې نه مني ،په همدې لانجو کې نصرو د علي خولۍ اوبو ته ورغورځوي او خپله بياهم تښتي ترڅو د ملک بڼ ته رسيږي. د بڼ بيلابيلو ميوو د نصرو زړه يوړ، ها خوا دېخوا ډير و تپېده تر څو يې خپل بوټونه وايستل او ديوې ونې خواته يې ودرول او خپله د زردآلو ونې ته وخوت.ډير وخت لا نه و تير شوى چې له يوې خوا د ملک نوکرد زردآلو د ونې لاندې خوسى تړي او خپله ځي او له بلې خوا بنفشه اوسهيلا هم دبڼ لورته ورځي. سهيلا په خوږه ژبه نصرو ته وايي: (( په باغ کې ګرځي نصرو –لکه طوطي په شاخو- زړه يې د چاله لاسه- سورى سورى دى خداېږو)) وروسته نصرو ته وايي چې دوى ته هم زردآلو راوغورځوي. نصروپه ډير سخاوت نجونو ته زردالو ورغورځوي ، نجوني هم د زردآلو په ستاينې نصرو تشويقوي چې نور زردآلو هم ورته راوغورځوي، لږ ځنډ وروسته د علي غږ ترغوږوکيږي.ټول يوې خوا او بلې خواته تښتي. د نصرو نه هم لار ورکه شي چې مبادا علي خان ته شيطاني ونکړي ،نو غواړي له ونې ټوپ ووهي چې په خوسي ور غورځيږي او خوسى هم له ځان سره پر ځمکه پرې باسي. خوسى مخکې او نصروله ډاره ورپسې دى چې را ويې نيسي او خپل بوټان د ونې لاندې ترې له ياده ووځي. ډېره موده لا نه وي تيره شوې چې د ملک د خوسي د ورکيدو اوازه خپريږي.بنفشه او شهلا چې د خپلې کلا تر مخ يې لوبې کولې ويني چې د ملک نوکر د نصرو بوټان په لاس په خوسي پسې ګرځي او ورپسې نصرو هم په ستړې ساه له خوسي سره يو ځاى رارسيږي.
بنفشه او سهيلا چې کله له خبرې خبريږي نو وايي: ادې نصرو راغى – په تيندکو راغى – بوټان يې بل چا وړي – په لوڅوپښو راغى-نصرو دې پاس په بلۍ- د پاسه يې اوري ږلۍ نصرو چې د خپلو بوټانو د ورکيدو له امله ډير خواشينى دى له نجونو څخه يې پوښتنه کوي،خو نجوني په ريشخندۍ د نصرو اعصاب نور هم خرابوي.نصرو بيا هم فکر کوي چې علي او حشمت به يې بوټونه پټ کړي وي،هغوى ته په غوسه وي چې په همدې وخت کې د خان نوکر رارسيږي او خوښي څرګندوي چې غل يې د مال سره لاس په لاس نيولى دى. باالاخره نصرو او نور ملګري يې ټول د ملک کور ته بيول کيږي او هلته تر پوښتنو لاندې نيول کيږي.ملک او نوکر يې فکر کوي چې د بوټانو خاوند ضرور غل دى او بيا کله چې نصرو له خوسي سره يو ځاى ويني نو شک يې په يقين بدليږي. نصرو زارۍ کوي چې د غلالپاره بڼ ته نه وتلى خو ملک په ډېره غوسه ورته وايي : (( چې نه وې تلى نوبوټانو دې وزرې کړې وې؟))د ملک د غوسې په منځ کې دنصروله شوخۍ څخه د حشمت، علي، شهلا او بنفشې سرټکونو د ملک غوسه نوره هم زياته کړه. نصرو په ژړا ژړا خپله ټوله کيسه ملک ته کوي، چې په دې کارد بنفشې زړه پرې سوځي او وايي چې دده د زياتو شوخيو او ازارولو له امله داټولې ستونزې ورته پېښې دي. په پاى کې نصرو پخپلو ټولو شوخيو او زورولو پښيماني څرګندوي او وعده کوي چې پس له دې به د ټولو سره ملګرى وي.ددې خبرو په اورېدو ملک هم نصرو ته بښنه کوي او ماشومان هم د خپلو لوبو په لور ځي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||