|
د ژوند کيسې : حسن او هوسۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
و نه و په پخوازمانو کې د حسن په نامه يوډيرغريب خو زيات زيارايستونکى هلک و. مخکې له دې چې لمر دغرونوله شاڅخه سر راپورته کړي حسن به خپله ملا وتړله، يوه ټوټه ډوډۍ به يې په خورجين کې واچوله، خپل تبر به يې واخيست او په بوټو او خسو پسې به غرونواو دښتوته تلو. هغه تر لمر لويدو په کار بوخت و، ماښام مهال به له خپل ګيډي سره بيرته کورته راګرځېده. حسن يوه ورځ بياهم د تل په څيرپخپل کار پسې ددښتې په لور ځي، که ګورې چې يوه ډيرې ښکلې هوسۍ د ښکاري له ډاره دغرونو او غونډيو له لوري په منډو،منډو ددې څنګ ته ځان رارسوي. حسن پوهيږي چې هوسۍ له ښکاري څخه د ژغورنې په هيله دده څنګ ته راغلې ده. د ښکاري درارسيدوسره جوخت د ښکاري او هلک تر منځ دهوسۍ د غوښتلو پر سرشخړه رامنځته کيږي. چالاک ښکاري غواړي هلک وغولوي او دسروزرو د سکې په بدل کې له هغه څخه هوسۍ ترلاسه کړي. حسن چې ډېر غريب دى او زړې جامې يې نوي کيدل غواړي،د سرو زرو سکه ورته ډيره په زړه راښکونکې ښکاري، خود هوسۍ له هيلو ډکې سترګې يې دوه زړى کوي. حسن په فکرونو کې ډوب و چې هوسۍ وژغوري اوکه د سروزور سکه ترلاسه کړي!
د ښکاري ټينګار هغه دې ته هڅاوه چې هوسۍ د سروزرو په سکې بدله کړي¸چې په دې وخت کې هوسۍ په خبرو راځي اوله حسن څخه غواړي چې هغه ( هوسۍ) دې دومره ارزانه ،نه خرڅوي. حسن حيرانيږي، خوهوسۍ يې پوهوي چې دا جادويي هوسۍ ده ، چې په اسانۍ کولاى شي د سروزروديوې سکې څخه زيات څه ور په برخه کړي. باالاخره حسن پرېکړه کوي او وايي چې په هيڅ بيه هغه هوسۍ چې ده ته يې پناه راوړې نه خرڅوي : ( هوسۍ بايد پرېښودل شي! ) ښکاري دسکې د بېرته ورکولو او هوسۍ دپرېـښدلو له امله ډيرپه غوسه کيږي، په داسې حال کې چې حسن ته بدردوايي په خپل کارپسې ځي. هوسۍ هم په ډيره منډه ليري کيږي،حسن يواځې پاتې کيږي. لمر دغرونو ترشا پټ شوى اوخپل ځاى يې ستورو او سپوږمۍته پرېښـودلى دى ، چې په دې توګه حسن نشي کولاى کورته ولاړشي، نو ديوې ډبرې ترشا پټيږي. شپه له نيمايي اوښتې وه،عجيب او غريب اوازونه د حسن تر غوږوکيدل.حسن په ډيرې سختۍ وکولاى شول خپل ځان ته قناعت ورکړي او ويده شي خو لږه شېبه وروسته دګونګروشرنګااودپښود آوازونو نيژدې کيدل دحسن خوب تښتوي اوپه يوه شېبه کې ځان د يوې بلې غټې ډبرې ترشا پټوي. دتوروسترګو لرونکې ښکلې هوسۍ د خپلې دنګې غاړې چې ګونکرو پکې ځوړند دى او نازکو پښو سره وروسته له ډيرې پلټنې خپل ځان دحسن څنګ ته رسوي.. هوسۍ وايي: (( حسنه ! مه ډارېږه، دا زه يم ، جادوګره هوسۍ. ستاپوښتنې ته راغلې يم، ځکه چې ته زماد ژغورنې په خاطر يواځې پاتې شوې.)) حسن هوسۍ نازوي او هوسۍ هم خپل سر اومخ داسې د حسن په لاسونو موخي ته به وايي چې مننه ترې کوي. هوسۍ وايي: (( زه ستامرستې ته راغلې يم،ځکه چې تازه ژغورلې يم .)) په همدې مهال خپل جادويي ګنګرو له خپلې غاړې باسي او حسن ته يې ورکوي او ورته وايي چې دهرې پر ځاى غوښتنې د ترسره کيدو لپاره دې دا ګنګرو وښوروي او ودې وايي: جادوګرې هوسۍ ! زه حسن يم ، په هر ځاى کې چې يې راشه ، جادوګرې هوسۍ، جادوګرې هوسۍ! حسن په داسې حال کې چې د هوسۍ په خبرو يې باور نه راځي ،ګنګرو له هوسۍ اخلي، کله چې هوسۍ ليري کيږي، حسن ګنګروشرنګوي او دجادويي خبرو په تکرارسره هوسۍ راغواړي.لږه شېبه وروسته متوجه کيږي چې هوسۍ په ستړې ساه رارسيږي. حسن په ډيرې عاجزۍ ورته وايي : ((ښـکلې هوسۍ ، جامې مې ډيرې خيرنې او زړې شوي دي، هرڅوک راپورې ملنډې وهي. زه داسې نوې جامې غواړم چې جېبونه يې له پيسو ډک وي. )) حسن د هوسۍ په اشاره سترګې پټوي ،کله چې بيرته سترګې پرانيزي نوي جامې يې پر تن او جېبونه يې له پيسو ډک وي.د حسن پر ځان باور نه راځي ، ګومان کوي چې په خوب او خيال کې ډوب تلى دى. په منډه ځان يوه کوچني سيند ته رسوي.
کله چې دسيند په اوبوکې خپل ځان ګوري، بيخي د کيسو دشهزادګانو په څير ښکاري.په همدې وخت کې د ښکاري په زوره زوره خندا يې پاملرنه ځانته ور اړوي چې په ريشخندۍ ورته وايي : (( کاشکې دې ددې جاموتر څنګ يو ښکلى سپين آس هم درلود چې پوره شهزاده درځيني جوړواى.)) حس د لږ چورت وهلو وروسته ګونګرو شرنګوي، هوسۍ رارسيږي او پوښتي چې بيا څه غواړي؟ حسن هوسۍ ته وايي چې يو ښکلى سپين آس غواړي. هوسۍ سر ښوروي او وايي : دا چې زه دې ژغورلې يم نو دا غوښتنه به دې هم پوره کړم،خو ته نه بايد له حده زياتې غوښتنې ولري. حسن آس هم تر لاسه کوي،پر آس تر سپريدو وروسته هوسۍ له خياله باسي اوآس ځغلوي چې بيا هم د لارې په اوږدوکې د هماغه ښکاري سره مخامخ کيږي.ښکاري ورته وايي چې دداسې جامو او ښکلي آس سره بايدماڼۍ او نوکران هم ولرې. ښکاري ددې خبرو په کولو سره خاندي او په خپله مخه ځي. حسن بياهم په خپلو خيالونو کې ماڼۍ او نوکران ويني،اوپرته له ځنډه ګونګروشرنګوي او هوسۍ راغواړي. کله چې هوسۍ رارسيږي حسن ورته امر کوي چې ژر دې ورته ماڼۍ سره د نوکرانو پيدا کړي.هوسۍ له حسن څخه غواړي چې د خپلې دې غوښتنې تير شي ، ځکه داکاردهغې له توان څه وتلى دى. حسن د هوسۍ خبره نه مني اودهغې ژغورنه ورته پيغور ورکوي. هوسۍ خپه کيږي او ژاړي خو حسن بيړه لري چې په ماڼۍ کې و اوسي. باالاخره هوسۍ دخپلو خويندو په مرسته حسن ته په دې شرط ماڼۍ ورکوي چې د هغې ګونګرو بيرته ورکړي،خو حسن د هوسۍ خبروته هيڅ پاملرنه نه کوي او په ماڼۍ کې هاخوا ديخوا چکرې وهي.هغه په يوې چوکۍ کښيني او هرچاته امرونه کوي چې کوم کار وکړي او کوم کار ونه کړي. په دې وخت کې هوسۍ راځي او په ډيرې عاجزۍ خپل ګونګرو بيرته غواړي. حسن هوسۍ شړي.هوسۍ ورته عذر کوي او ورته وايي چې غوښتنې يې بې ځايه اودهغه له شان څخه لوړې دي او يو ځل بيا ورته وايي چې دا ګونګرو يواځې او يواځې د پرځاى غوښتنو دپوره کولو لپاره په کاريږي او بس. حسن هوسۍ له مرۍ نيسي او له ځانه يې ليري شړي. هوسۍ په داسې حال کې چې ليري کيږي وايي : ښه به دا وي چې ته دې خپل اصلي ژوند ته بيرته ور وګرځې. خو حسن ورته وايي چې تر څو داګونګرو زما سره وي ته به مې غلامه او نوکره وې. هوسۍ د تېښتې لاره خپلوي. حسن د نوروغوښتنو لپاره بياهم ګونګروشرنګوي، خو ګونګرويې نور جادويي خواص له لاسه ورکړي وي. په آسمان کې يو عجيبه شانله تالنده ،برېښنا او توفان راپيدا کيږي. حسن ويريږي او خپل سر د زنګونونو په منځ کې ږدي، خو کله چې سر اوچتوي ځان په دښته کې په هماغوپخوانيو شلېدلو خيرنوجامو کې ويني چې دخسوګيډى يې پر شا وي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||