|
څېرې او سيمې : بلوڅ هانل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کوټه ډېره ګډه وډه وه.د فتاح زړه ډېر تنګ دى او غواړي ساعت تيري وکړي، دفرش پر مخ د کلوله شوو کاغذوپه منځ کې ناست او رسمونه کاږي.دخپلې ساعتيرۍ لپاره هر راز رسمونه کاږي خو لږ ځنډ وروسته يې نه خوښيږي،کلوله کوي يې اوايسته يې غورځوي. فريده په ډيرناز راډيو اوري او يا هم مجله ګوري اوکله هم په فتاح پورې خاندي. په دې وخت کې په راډيو کې دوو ماشومانو سندره د فريدې پام ځانته راګرځوي چې په ژبه يې نه پوهيږي.فريده دراډيو اواز لوړوي. کله چې سندره خلاصيږي د يوې نجلۍ اواز اوري چې په همدې ژبه خبرې کوي. فريده او فتاح دواړه راډيو ته ښه غوږ نيسي خود هغې په خبرو يې هيڅ سر نه خلاصيږي. فتاح وايي چې په دې ژبه به يواځې ګاډيوانه ترور پوه شي. ددوى خبرې لا خلاصې نه وي چې ګاډيوانه ترور دخپل جادويي موزيک او لوړې خندا سره رارسيږي. ماشومان د ګاډيوانې ترور په ليدو خوښي څرګندوي او د خپرونې او دهغې د ژبې په هکله ترې مالومات غواړي. ګاډيوانه ترور راډيو ته له غوږ نيولو وروسته وايي چې : (( دابلوچي خپرونه ده چې بلوڅ هانيل يې وړاندې کوي)). ماشومان په ډيره مينه له ګاډيوانې ترور څخه غواړي چې هغوى د هانل ليدو ته بوځي.ګاډيوانه ترور په ورين تندي د هغوى غوښتنه مني او دجادويي کلمو په ويلو خپله جادويي ګاډۍ راغواړي او ټول په ګډه د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون په لور چې دکابل په ښارکې پروت دى الوزي. له لږ ځنډوروسته ګاډۍ د ملي راډيو تلويزيون تر مخ راکښته کيږي اودوى ترې کوزيږي. دننوتلو د ور په خوله کې ماشومان يو شمير وسله وال سرتيري ګاډيوانې ترور ته ښايي چې د راډيو تلوزيون ساتنه کوي.هغوى د ودانۍ دپراخوالي، شين چمن اودراډيو تلويزيون دکارکوونکو په اړه چې ها خوا ديخوا ګرځي يو له بله سره غږيږي. په همدې وخت کې ګاډيوانه ترور هانل ماشومانو ته ښايي چې لوړه او نرۍ ونه لري، چې د جامو ، فولادي څادر او دپروګرام د ثبت ديوشمير فيتوسره دنورو ماشومانوترڅنګ سټوډيو ته روان دى.
درې واړه په هانل پسې ځي. ګاډيوانه ترور په بلوڅي ژبه هانل ته وايي: هانل په خوښۍ او خندا د ميلمنو هرکلي کوي او په سمه توګه د دري له خبرو نه کولو څخه بښنه غواړي او خپل ځان داسې راپېژني: ((زه بلوڅ هانل يم ، برسيره پردې چې په اووم ټولګي کې زده کوونکى يم ، خو د هغې مينې له امله چې د ويندويۍ سره يې لرم ، په اوونۍ کې يوه ورځ د بلوڅي خپرونې ويندويي هم کوم. )) فريده د هغو نورو ماشومانو په اړه پوښتي چې له هانل سره يو ځاى وو.هانل وايي چې : ((په بلوڅي ژبه د ماشومانو خپرونه بيلابېلې برخې لري لکه : تمثيلي ،مالوماتي ، انتباهي اونورې برخې.داچې هرځل په دې پرګرامونوکې 5 يا 6 ماشومان ګډون کوي نو خامخاهغوى يو څه سوغات هم خپرونې ته له ځان سره راوړي.)) فتاح دهغه په سبقونو د ويندويۍ له اغيز پوښتي ،هانل بې له ځنډه وايي : (( برسېره پردې چې ويندويۍ زما په زده کړه ډېره مثبته اغېزه کړې،ماته يې د خبرو کولو ښه جرات اوپه خپل ځان يې پوره باوري کړې يم، او په همدې توګه د پوښتنو په کولو او دمرکو په ترسره کولواو داسې نوروکارونو کې هم ويندويۍ ډيره مرسته راسره کړې ده. )) ددروازې له ساتونکو څخه له اجازې وروسته ټول دهانل سره د سټوډيو ته ور دننه شول. دهانل خبرې اورېدل، دراډيو ودانۍ او دهغه تاوراتاو لوى لوى دهلېزونه فريدې او فتاح ته ډير په زړه پورې ښکارېدل. غټ او ګردڅراغونه(لايټ)، ريواکس( د ثبت دستګاه) مکسر( د کنترول دستګاه) مايک، لوډسپيکرونه او دسټډيونورو سامانونو د فريدې او فتاح پاملرنه ځانته ور اړوي او د هر يو په اړه له ګاډيوانې ترور او هانل څخه پوښتي او هغوى ورته مالومات ورکوي. وروسته د ثبت د تخنيکر( د ثبت همکار) په اشاره دپروګرام ثبت پيل کيږي او هانل په بلوڅي ژبه خپله ويندويي پيلوي.وروسته بيا د نورو راغلو ماشومانو سره په ګډه بيلابيلې خپرونې په ټوکو او خنداګانو سره پر مخ بيايي.په پاى کې يوه بلوڅي سندره خپريږي. کله چې هانل له سټوډيو څخه وځي، ټول ورته چکې وهي او شاباسي ورکوي. وروسته ګاډيوانه ترور پوهيږي چې هانل غواړي خپل کورته ولاړشي،ګاډيوانه ترور پخپلو طنزيه کلماتو له هانل څخه غواړي چې له هغوى سره په جادويي ګاډۍ کې دده(دهانل) کورته ولاړ شي،هانل يې هم مني .هانل د جادويي ګاډۍ په ليدو ډير حيرانيږي او په هغې کې سپريږي او ګاډيوانه ترور په خپلو جادويي کلماتو سره ګاډۍ د هانل د کور په لورالوزوي.
ددروازې له ټک ټک وروسته د هانل مور دروازه خلاصوي،او د ميلمنوله پېژندنې وروسته د هغوى ګرم هرکلى کوي او د ميلمنو خونې ته بيايي. ګاډيوانه ترور برسيره پردې چې دهانل د پوهې او کار ستاينه کوي ، دکورپه کارونو کې د هغه دمرستې په هکله د هغه له مور څخه پوښتي.د هانل مور چې شکيلا نوميږي او خپله هم دافغانستان په ملي راډيوتلويزيون کې په بلوڅي پروګرامونو کې ويندويي کوي په دري ژبه چې بلوڅي ته ورته ده هانل ته کتو په موسکا وايي: (( هانل څومره چې په خپلودرسونواوکارونوکې وړتيا لري، په هماغه اندازه د کور په کارونوکې تنبله ده او په ډيرو وړو وړو خبرو له خپل ورور سره ژبه کوي خوبياهم په ټولو باندې ډېره ګرانه ده .)) ددې خبرو په اورېدو هانل او ټول ميلمانه خاندي. فريده چې له نورو زياته د هانل اودهغه له کارونو سره مينه لري د ژبې د زده کړې په هکله له هغې څخه پوښتي. هانل خاندي او وايي چې د ژبې له زده کړې ډيرې خاطرې لري. په لومړي سر کې يې چې کله دري ژبه زده کوله ، نو د مور اوپلار تلفظ به يې څاره او هغه به يې تکراراوه او وروسته به يې هغه په ياد زده کاوه چې دې کار د هغې ستونزې يو څه راکمې کړې. هانل زياتوي چې : (( په دې وروستيو کې مې د انګلسي ژبې اوکمپيوتر په زده کړه هم پيل کړى دى او يواځينۍ هيله مې داده چې يو وخت وکولاى شم په دري،پښتو او انګليسي ژبوهم سمې او روانې خبرې وکړاى شم؛ کمپيوتر تروروستي بريده زده کړم، او له دې سربيره غواړم د افغانستان په ملي راډيو تلويزيون کې يو تکړه خبريال واوسم او په بيلابيلو ژبو رپوټونه تيار کړم.)) ګاډيوانه ترور په داسې حال کې چې هانل تشويقوي ورته وايي : (( باور وکه ، د ګاډۍ آس ته نظر وکه ، په دومره زيار او کوښښ چې ته يې کوې په نيژدې راتلونکې کې به خپلو غوښتنو ته ورسېږې. )) په پاى کې ګاډيوانه ترور په بلوڅي ژبه له هغوى څخه مننه کوي اود جادويي کلمو په ويلودبيرته تلو لپاره خپله جادويي ګاډۍ راغواړي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||