BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:12 گرينويچ 2007 ,27 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې : کوتره
يوه ماڼۍ او زر دريڅې : کوتره
د ماڼۍ د انګړ پر مخ دشنو کبلو خور شوى وريښمين څادر دځوانو نو رسو او وړوګلونو شوي باران اود ماڼۍ د لوړو برخو پر سر الوتونکى د روانو اوبو له نغمو سره په ترنم کې د ماڼۍ ښکلا ستايې.

لالو لکه پر ګلو مين بورا دلمر تر زرينو وړانګو لاندې د شنې کبلې پر خورشوى څادر ناست او د سرواو سپينو ګلابو او غاټولو د وږمو په فضاکې له ليکونو ډکه ځولۍ غوړوي.

محمود او فوزيه دشينکي غره له لمنې په ګړنديو ګامونو د ماڼۍ پرلور لاره لنډوي . ماڼۍ ته له ننوتو سره سم له ليرې لالوماما ويني. ددوى په اند چې لالو چاته خط ليکي خو کله چې لالو ته نژدې کيږي نو لالو تر روغبړ او تود هر کلى وروسته ميلمانه ماڼى ته دننه بيايې.

ميلمانه د ماڼى په ښکليو دهليزونوکې ښي منظرى او حيرا نوونکې توکي يو بل ته ښايي چې يو ځل د فوزيې پام يوې ښـکلې او تکې سپينې کوترې ته کيږي، چې د خط پاکټ يې په مښوکه کې نيولى او د هواله څپو نه رادرومي او د لالو پر اوږو کښيني.

فوزيه او محمود په حيرانتيا دلالو نه پوښتي چې دې کوترې په څه ډول دا خط راوړى او څرنګه يې ته او داماڼۍ وموندله، اوداسې نور سوالونه يې په ذهن کې شور جوړوي.

لالو په خوښۍ او مهربانۍ ميلمنو ته په ځواب کې وايي چې دا پخوانۍ روزل شوي کوتري دي چې د پاچا ليکونه وړي او راوړي. وايي پخوا وختونو کې چې پوستي سيستم نه و،نود خطونو وړل او راوړل همدې روزل شوو کوترو ترسره کول.

د ميلمنو د پوښتنو په لړکې چې په افغانستان کې پوستي سيستم کله دود شوى، لالو ماما په دې هکله ميلمنو ته يوه دريڅه خلاصوي. محمود او فوزيه په دريڅه کې هوسۍ او ملالۍ ويني چې دليک د لېږلو په موخه پوسته خانې ته راغلي دي.

پُست:

ملالۍ او هوسۍ د کابل مرکزي پُسته خانې ته راغلي چيرته چې ډير شمير خلک د خپلو ليکونو د استولو لپاره ځي راځي. مراجعين په بيلابيلو پړاوونوکې د خپلو کارونو د سرته رسيدو لپار ه د ښيښه يې غرفودکړکيو شاته ولاړ دي.

د کابل مرکزي پُسته خانه

هر ه غرفه يو ځانګړي کار پر مخ بيايي ، يوشمير خلک د خپلو ليکونو د مهر اوټاپې په موخه کتار ولاړدي، يو شمير بيا په خط باندې د ټکټ د وهلو لپاره ولاړدي او ځيني نور بيا د خط ليکلو لپاره د ميزونو تر شا کتار دي.

هوسۍ او ملالۍ چې د ليکونو د کاري پړاوونو په هکله نه پوهيږي په ګډه د پُست ددفتر له يوه تن کارکوونکي څخه پوښتي. د پسته خانې کارکوونکى په مرکزي پسته خانه کې د موجودو څانګو په هکله مالومات ورکوي وايي: په مرکزي پسته خانه کې داخلي پست، بهرنى پست،رسمي پست، تلګراف، پارسل او داسې نورې څانګې شته.

دا چې ديوه ليک کار په څو پړاوونوکې سرته رسيږي، د پسته خانې کارکوونکى هغوى ګام په ګام پوهوي ، چې په لومړي پړاو کې ليک وزن او ټاپه کيږي، بياپرې د افغانستان پستي ټکټ لګول کيږي ترڅو څرګند شي چې ليک له افغانستان څخه استول شوى دى. بيا وروسته په ځانګړو صندوقونو کې اچول کيږي ترڅو هر صندوق مالوم وي چې په ځانګړوپرواوونو کې واستول شي.

هوسۍ د خپلې مور له خولې وايي : پخوا چې پستي سيستم موجود نه و،نو ليکونه د استازو يانې روزل شوو کوترو په وسيله وړل راوړل کيدل.

ملالۍ او هوسۍ د کابل مرکزي پُسته خانې ته راغلي

کارپوه د هوسۍ د خبرو په تاييد زياتوي چې اوس مهال په پستي برخه کې ډيرې اسانتياوې رامنځته شوي ، خو ملالۍ بياهم پوښتي چې د خط ليږل څنګه دود شول، کار پوه وايي، د لومړي ځل لپاره د فارس په امپراتورۍکې چې ايران، ترکيه ،افغانستان او عراق پکې شامل وو پسته دود شوې ، چې د هغه مهال پستى اسناد د المان د برلين د ښـار په يوه نندارتون کې اوس هم موجود دي.

هوسۍ په افغانستان کې د پستي سيستم درواجيدو په هکله پوښتي، کارپوه په ځواب کې وايي چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې ١٨٧ کاله پخوا د امير شير علي خان د پاچاهۍ په دوره کې پستي سيستم دود شو. په همدې سره دريڅه تړل کيږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>