|
يوه ماڼۍ او زردريڅې : د نارنج ګل مېله | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ميرويس او ښايسته د جادويي ماڼۍ د لوړوالي؛ په بيلابيلو پوړونو کې دڅنګ تر څنګ بې شمېره دريڅو دشته والي؛ دبڼ د شينوالي او رنګارنګ ګلونو؛ له ګلانو څخه له ډکو ونو؛دراز،رازمرغيواو د ټولوهغو شيانو چې ماڼۍ ته يې لاډېره ښـکلا ورپه برخه کړې ده ستاينه کوي. په خبرو ،خبرو کې دواړه هغه ځاى ته رسيږي چې لالوماما (دقصر ټوکمار) يوې کليوالي سندرې ته غوږ نيولې او په خواکې يې د ماڼۍ دګلانوپالنه هم کوي. لالو ماما وروسته تر روغبړميلمانه دماڼۍ داخل ته بيايي. د ماڼۍ په حويلۍ کې دونوګلان او تازه والى ميرويس ته موسمي ميلې ورپه زړه کوي.ښايسته د موسمي ميلو په هکله پوښتي. لالو ماما په ډيره خوښۍ دخپل يادموسمي ميلو په هکله ميلمنوته څه ناڅه مالومات ورکوي. ميرويس او ښايسته داسې د لالو ماما په کيسو کې غرق تلي ته به وايي چې همدا اوس د هماغې زمانې په ميلو کې ورسره شريک دي. کله چې د موسمي ميلو په هکله د لالو ماما خوږې خبرې پاى ته رسيږي،ښاسته ارمان کوي چې کاشکې هغې کولاى شواى يوځل يې په دا شان مېلو کې برخه اخيستې واى. لالو ماما د ميلمنو دزياتې خوښۍ او په دې برخه کې دزياتو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره يوه دريڅه پرانيزي.
دريڅه هغه وايي : (( افغانستان داسې يو هيواد دى چې دډيرو تاريخي ميله ځايونو لرونکى دى، چې زياتره دا مېلې يوه ځانګړې ورځ لري او ورو ، ورو دا ورځې او ميلې زموږ دخلکو د رسم او رواج اوفرهنګ برخه ګرځېدلې ده.)) خبريال ځوانانو ته په خطاب کې پوښتي : (( آيا پوهېږۍ چې دا باغ چې همدا اوس زه پکې له تاسو سره غږېږم په کوم ځاى کې دى او دڅه په نامه ياديږي؟)) وروسته بيا خپلو خبرو ته دوام ورکوي: يوه له دې مېلو څخه چې دپسرلي په موسم پورې تړلې ده د نارنج ګل مېله ده. د نارنج ګل مېله هر کال دننګرهار ولايت د جلال آباد د ښار دنارنجو څخه په يوه ډک بڼ کې جوړيږي. خو داچې دامېله ولې جوړيږي اوهدف يې څه دى ،يو ځوان په دې برخه کې وايي : ((دنارنج ګل مېله يوه پسرلنۍ مېله ده چې هرکال د وري(حمل) دمياشتې په اوږدوکې ديوې ورځې لپاره د جلال آباد د سراج العمارة يا دهمدې ښار په يوه بل بڼ کې جوړيږي، چې سږکال دا مېله دوري په مياشت کې د جلال آبادپه شاهي بڼ کې جوړه شوه، چې موخه يا هدف يې دکورنيو ،لويانو او ځوانانو ديووالى او خوښۍ څرګندول دي. دخبريال د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې په دې مېله کې کوم کارونه تر سره کيږي يو بل ځوان وايي : ((په دې ورځ د بيلابيلو طبقو شاعران د پسرلي اوپه ځانګړې توګه دنارنج د ګل په ستاينه کې خپل شعرونه د مشاعروپه غونډو کې اوروي، ځيني ځوانان دخپلو کورنيو سره درنګارنګ خوړو تر څنګ د سندرو په اوريدلو بوخت وي، او ددې تر څنګ په بڼونو کې دماشومانو لپاره د لوبواو ساتيرۍ بيلابيل وسايل هم تر سترګو کيږي.)) خبريال زياتوي چې په دې ميله کې يو شمير لوړرتبه دولتي کارکوونکى هم برخه اخلي. خبريال وايي چې د نارنج ګل د مېلې په څېر دافغانستان په نورو سيمو کې هم موسمي مېلې شته ، لکه : په مزارشريف کې د ګل سرخ مېله، په چاريکاروکې د ارغوان مېله،په کندهار کې داناردګل مېله،په لوګر کې د سنځلې دګل مېله، په وردګو کې د مڼې دګل مېله او ځينې نورې. په پاى کې دخبريال پاملرنه دشعرويونکو يوه وړه ډله ځانله وراړوي چې په ملي اتڼ بوخت ده. خبريال هم له هغوى سره يو ځاى کيږي او دريڅه دنارنج ګل د يوې سندرې په اوريدو تړل کيږي. ميرويس په داسې حال کې چې د نارنج ګل مېله يې ډيره خوښه شوې ، له لالو ماما څخه هيله کوي چې د هغوى دلازياتو مالوماتو لپاره دې دماڼۍ له عجايبو څخه دوى ته يوه بله دريڅه هم پرانيزي.
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||