BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:30 گرينويچ 2007 ,27 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
داسرارو پرده : ستورى
داسرارو پرده

پرده دار اکا په داسې حال کې له کتايون سره مخ کيږي چې کتايون پريشان اوچرت وړى وي،خودپرده دار اکا په ليدو زيات خوښيږي او له هغه پوښتي چې داځل دکوم رازڅخه پرده پورته کوي؟پرده دار خاندي او کتايون ته يوه کيسۍ(چيستان) وايي : "هغه څه شى دى چې د ورځې يې هيڅوک ليدلاى نشي، خو دشپې لخوايې ټول ويني"؟

کتايون چُرتونه وهي چې د کيسۍ ځواب پيدا کړي، کيسۍ څو ځلې له ځان سره تکراروي، بيلابيل ځوابونه وايي خوپرده اکايې نه مني. پرده دار اکا ورته يو څه نقل ورکوي چې هغه شى ډېرلوى دى خو داچې زموږ څخه ډېر ليري دى موږ ته ډېر کوچنى ښکاري.

دکتايون سردنښو په اورېدلو هم نه خلاصيږي او له هغه څخه غواړي چې پخپله يې ځواب ورته ووايي.پرده دار اکا خاندي ، دپردې شعر وايي ، تند باد راالوزي او پرده يولوري ته کش کاږي.

د پردې تر شا کتايون په ډيره حيرانۍ د شپې په فضا کې د شين آسمان ، ستورو او سپوږمۍ يادونه کوي.کاکا پرده دار يې خبرې تاييدوي او وايي چې اوسنى راز هم دستورود رڼا په هکله دى.کتايون پوښتي چې دا ستوري ولې دومره کوچني دي، او د ورځې لخوا دومره ستوري چېرې ځي چې نه ليدل کيږي؟

پرده داراکا په خوښۍ او خندا وايي چې ددې ټولو پوښتنو ځوابونه به يې ورکړي، خو له دې ټولووړاندې يې سليمان اوفريدې ته پاملرته راګرځوي چې دواړه له ستوروډک آسمان ته ځير دي.کاکا پرده دار په داسې حال کې چې کتايون دپردې شاته له ځان سره بيايي زياتوي چې داسې پوښتنې له هغو ماشومانو سره پيدا کيږي چې زيرک وي.

کتايون په وارخطايۍ متوجه کيږي چې له هيڅ راز وسيلې پرته د پرده دار اکا سره څنګ په څنګ الوزي.کتايون په داسې حال کې چې د پرواز دزيات تيزوالي، دهغو ورېځو له څنګه څخه له تېرېدو چې د مالوچود پاغوندې په شان نرمې دي او دستورد غټوالي او زياتې روښنايۍ له امله اريان دريان کيږي. غواړي له پرده داراکا سره خبروته دوام ورکړي چې ناڅاپه يې يو وروغږ ترغوږونو کيږي:

(( کتايونه ! مه ډارېږه ، موږ ستوري يو او دغه رڼايي چې ورته حيران يې دا زموږ رڼايي ده. ))کتايون له پرده داراکا څخه پوښتي چې دا څوک ورسره خبرې کوي؟ ستورى په خندا سره خبرو ته ادامه ورکوي : "دا زه يم ، د سپوږمۍ تر څنګ کوچنى ستورى تاسره خبرې کوم".

کتايون د کوچني ستوري د لويوالي په ليدو چې پيل او پاى يې نه ښکاري تعجب کوي. ستورى په خندا وايي چې د ځمکې په اندازه او له هغې نه هم غټ ستوري شته چې کوچني ستوري يې په ګرد پسې هم نه رسيږي. کتايون د ستوري په خبرو کې ورننوځي او پوښتي چې ولې ټول ستوري له ځمکې څخه کوچني ښکاري؟ کوچنى ستورى وايي داچې له ځمکې څخه دستورو واټن يا فاصله ډيره زياته ده نو ځکه کوچني ښکاري. که چيرې همدااوس له دې ځايه ځمکې ته وګورې ، ځمکه به درته څومره کوچنۍ ښکاره شي!

کتايون په ناباورۍ ځمکې ته نظر اچوي اودهغې کوچنيوالى تاييدوي او زياتوي چې له ليري څخه ټول ستوري ولې روښانه وي او سترګګ وهي او کوچني مالوميږي؟کوچنى ستورى په خندا زياتوي چې زموږ يو شميرغټ ستوري له خپل ځانه روښنايي لري خو هغه ستوري چې روښنايي نلري له لمر څخه خپله روښنايي اخلي. کوچنى ستورى وايي چې ځمکه هم روښنايي نلري ، خو چې له دې ځايه ورته وګورې دنورو ستورو په منځ کې کوچنۍ اوځليږي.

کتايون له کوچني ستوري پوښتي چې ستوري په دومره غټوالي ولې د ورځې په اوږدو کې نه ښکاري؟ ستورى وايي : "څرنګه چې دورځې لخوا لمر خپلې وړانګې خپروې ، داچې زموږ روښنايي نسبت لمر ته کمه ده نوځکه زموږ روښنايي د لمر دروښنايۍ تر تاثير لاندې راځي او موږ نه ښکارو".

پرده دار له کتايون څخه غواړي چې نورې خبرې دې له فريدې او سليمان سره يو ځاى د بڼوال بابا څخه وپوښتي ځکه چې اوس د ستورودخوب وخت دى.سره له دې چې دکتايون زړه نه کيږي چې بيرته ستون شي خوله ناکامه يې مني او دواړه بيرته د ځمکې په لور راکښته کيږي.

دځمکې پر مخ لا ورځ ده ، فريده او سليمان سره لوبيږي او ستورو ته سندرې وايي.

ټول دپرده داراکاسره د بڼوال څنګ ته ورځي او دستورو په هکله له هغه څخه پوښتي.بڼوال بابا هغوى شپې ته راغواړي چې په همدې هکله ورته په عملي توګه څه وروښايي.دشپې لخواد بڼوال د لارښوونې سره سم سليمان له اوبو ډک تشت اوکتايون د بڼوال له خونې څراغ راوړي.

بڼوال ماشومان رابولي چې د تشت په اوبو کې ستوري ويني او که نه ؟ټول ماشومان په يوه اواز وايي چې هو ويني يې.وروسته بيا بڼوال څراغ روښانه کوي او دتشت څنګ ته يې راوړي او بيا هم هماغه پوښتنه کوي ،چې ټول ماشومان ورته منفي ځواب ورکوي ځکه چې هيڅ ستورى ورته نه ښکاري، خوهمدا چې څراغ ليري کوي ،ستوري بيا په اوبو کې ښکاري.

کتايون له بڼوال څخه د هغې علت پوښتي .بڼوال وايي : "دليل يې دادى چې ستورې د ورځې هم موجودوي ، خو د لمر رڼا، يي د ليدو مانع کيږي".

سليمان وايي چې دومره واړه ستوري څومره ستر رازونه لري، خو کتايون وايي چې ستوري کوچني نه دي ، داله ځمکې څخه د هغوى ليري والى دى چې موږ ته کوچني مالوميږي.

د موضوع دزياتې روښانتيا لپاره بڼوال بابا وايي چې کله مو طياره ليدلى چې ددريو کورونو په اندازه لويه وي خو دالوتو په مهال څومره کوچنۍ

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>