BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:51 گرينويچ 2007 ,27 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اسرارو پرده : واسلين

واسلين


ژمى دى ، سپينو واوروشاو خوا سيمي پوښلي دي هوا ډيره سړه ده او يخه سيلۍ هم چليږي ، کمال د خپلې کلاشاته ځي . هلته يو شيمر ماشومان ويني چې په زياتو خوښيو او شورماشور دواور په لوبو بوخت دي ، څوک واورين سړى جوړوي او څوک هم دواورو پر غونډوسکو يوپر بل باندې ګوزارونه کوي. کمال چې د څوپرله پسې ورځوراپديخوا د خپلو انډيوالانو د راتلو په انتظار وي ډيره خواشينى مالوميږي.

ډيره شېبه تيريږي خو د کمال دانډيوالانو هيڅ درک نه لګليږي . په دې وخت د کمال دوى دګاونډي زوى احمد راځي او دکمال د خواشينۍ علت پوښتي، کمال خپل خپګان لوبوته دهغه د انډيوالانونه راتګ اوخپله پريشاني د لاسونو چاوديدنه ښيي. احمد پوښتي چې د خپلو اڼديوالانو سره خو به يې شور نه وي کړي، کمال وايي چې شور يې هم ورسره نه دى کړى.

کمال غواړي چې تروم ووهي تر څو پرده دار اکا راشي او د هغه د انډيوالانو د نه راتګ له رازه يې خبر کړي ،خو احمد يې تروم له لاسه اخلي او په زوره زوره يې وهي. او پرده دار اکا هم د سترګو په رپ کې دخپلو موزونو کلماتو سره ددوى ترمخ دريږي.

پرده داراکا د کمال د چاودو لاسونو په ليدلو حيرانيږي او دکمال څخه دهغه له پريشانۍ پوښتي. دکمال په ځاى احمد پرده دار اکا ته د کمال دپريشانۍ علت د هغه دلاسونو د سوخت او دانډيوالانو نه راتګ بولي.

ماشومان ډير حيرانيږي چې غوړمواد څرنګه د ځمکې له لاندې څخه لاسته راځي؟

پرده دار اکا د کمال د انډيوالانو د نه راتګ راز دپروګرام په راز پورې تړلى بولي.احمد او کمال يې ځينې نښې پوښتي ، پرده داراکا ورته وايي چې سپين او ژيړ رنګونه لري او غوړ هم دي.

کمال ورته وايي چې دانښې خو د غوړيو دي،پرده داراکا يې نه مني او زياتوي چې دا مواد د ځمکې له لاندې څخه لاسته راځي،ماشومان ډير حيرانيږي چې غوړمواد څرنګه د ځمکې له لاندې څخه لاسته راځي؟ پرده دار مجبوريږي چې د پردې شعر ووايي.

د شعر تر ويلو وروسته نرى شمال راالوزي، پرده يوې خواته کش کيږي، ماشومان د پردې تر شايو کوچنې بوتل ويني خو نپوهيږي چې په بوتل کې څه شى دى، پرده داراکا ورته وايي چې په دې موادو پښې او لاسونه غوړيږي.

ددې نښې په ويلو احمد اوکمال په يوه غږ وايي چې په بوتل کې واسلين دي،خو پوښتي چې واسلين د هغوى د انډيوالانودنه راتګ سره څه تړاو لري؟

پرده دار اکا ماشومان دپردې ترشا د نسيم ليدو ته رابولي چې ديوې سندرې په ويلو بوخت دى او په زوره زوره وايي : ټولو ته ووايه حالونه ياره وۍ- وا واسلينه ياره وۍ ، چې نرموم پښې او لاسونه ياره وۍ- وا واسلينه ياره وۍ....

کمال د خپل انډيوال نسيم په ليدو ډير خوښيږي اولوبو ته د هغه د نه راتګ علت پوښتي، کمال دخپل نه راتګ علت د لاسونو چاودل ښايي چې په واسلينو له غوړولو وروسته بيرته جوړ شوي دي.

ماشومان نپوهيږي چې واسلين ولې چاودي لاسونه او پښې جوړوي ، نو ځکه له پرده دار اکا څخه ددې راز مالومول غواړي.

واسلين بيلابيل طبي خواص لري چې يو خصلت يې د جلد پر مخ د جلد ساتونکي تشکيلول دي

پرده دار اکا د ماشومانو سره يو ځاى دواسلينو جوړولو يوې فابريکې ته ځي چې دفابريکې په دننه کې زيات شمير کارګران په بيلابيلو کارونو بوخت دي ، څوک د ماشين تر څنګ دواسلينو د بوتلونو دسرونو په تړلو بوخت دي، څوک په واسلينو کې ځيني کيمياوي مواد اوعطر ګډوي اوددې تر څنګ درازراز ماشينونو اوازونه نه پريږدي چې يودبل اواز په اسانۍ واوريدل شي.

پرده دار اکا د فابريکې له مسوول څخه تر اجازې اخيستلو وروسته په نوموړې فابرېکه کې دموظف ډاکتر خونې ته ورځي او تر روغبړوروسته ترې پوښتي چې واسلين ولې د بدن وچوالى او د پښواولاسونو چاودونه جوړوي.

ډاکتر په ځواب کې وايي چې واسلين بيلابيل طبي خواص لري چې يو خصلت يې د جلد پر مخ د جلد ساتونکي تشکيلول دي چې جلد نرم او مرطوب ساتي.

ډاکتر زياتوي چې خاورې او دوړې پر پوستکي ډيره بده اغېزه لري او دجلد ياپوستکي خصلت بدلوي،ددې لپاره چې ددې کار مخنيوى وشي بايد دشپې لخوا پښې ، لاسونه اومخ په تړمو اوبو پرې مينځل شي او بيا په واسلينو غوړ شي او سهار بيا په تړمو اوبو او صابون پرې مينځل شي.

ماشومان د پښواولاسونو د چاودلو علت پوښتي، ډاکتر زياتوي چې سړه هوا،دوړې او خاورې د بدن د پوستکي سپين والى له منځه وړي او پوستکى ژوبلوي، خو دواسلينو استعمال پوستکى بيرته خپل عادي حالت ته راګرځوي.

ماشومان پوښتي چې په واسلينو کې کوم مواد کډيږي او هم د لويانو او ماشومانو د واسلينو دتوپير پوښتنه کوي ،ډاکتر وايي چې په واسلينو کې شات، د شاتو د مچيو موم او ځينې نور کيمياوي مواد ګډيږي خو د ماشومانو لپاره په واسلينو کې کيمياوي مواد نه ګډيږي ، ځکه د ماشوم د بدن پوستکى نازک وي او کيداى شي حساسيت ورسره وښيي.

په دې وخت کې دتېز شمال درا الوتلو غږ تر غوږو کيږي، پرده داراکا هم پرده کش کوي او دماشومانو سره خداى پاماني کوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>