BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 15:08 گرينويچ 2007 ,02 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روغتيا او ژوند: د چاغوالي ستونزه

روغتيا او ژوند: د چاغوالي ستونزه
يو شمېر خلک د ورزشي لوبو له لارې هم خپل وزن کموي
په افغانستان کې د چاغوالي ستونزه مخ پر ډېرېدو ده. چاغ خلک نه يوازي داچې، دنورو خلکو په پرتله ژر ناروغه کيږي بلکې، علاج اودرملنه يې هم ستونزمنه ده

د روغتيايي کارپوهانو په وينا، چاغوالی نه يوازي داچې دلسګونو ناروغيو لامل ګرځي، بلکې دځينو ناروغيو نښه او علامه هم ده. چاغوالی که څه هم د ځوانۍ په لومړي پړاو کې چې د وجود مقاومت ډېر وي ،دومره جدي ستونزه نه وي خو، وروسته دګڼ شمېر روغتيايي ستونزو لامل ګرځي چې، په همدې وجه زاړه خلک ډېر ژر له پښو غورځوي .

داچې چاغوالی څه ته وايي اوڅوک چاغ بلل کيږي؟ په کابل کې دطب پوهنتون استاد اود علي اباد روغتون دداخله ناروغيو دڅانګې ډاکټر، رحمت الله ذهين وايي :

(( کله چې د انسان شحمي وزن د هغه د ونې په پرتله ډېر شي، نوچاغ بلل کيږي .د چاغوالي د اندازه کولو لپاره په نړۍ کې بېلابېل مقياسي واحدونه شته،خو تر ټولو ساده او اسانه معيار يې دادی.،چې د انسان وزن په کيلو ګرام اندازه او بيا د هغه پر ونه چې په متر اندازه شوی او يو متر ځني کم شوی وي ،وېشل کيږي.کله چې د يو چا د وزن دغه تناسب تر پنځه ويشتو کيلو ګرامو ډېر شو، نو چاغ بلل کيږي .

د يادونې وړ ده چې، د ځينو ورزشکارانو وزن ددې فورمول له مخي ډېر بريښي، خو د اندېښنې وړ نه دی،ځکه چې دا شحمي نه بلکې عضلاتي وزن دی .البته دا فورمول په ماشومانو کې د تطبيق وړ نه دی.))

News image
 روغتيايي کار پوهان په دې باور دي چې، د چاغوالي ستونزه د نرو په پرتله په ښځو کې ډېره ده

د ميدان وردګو ولايت يوه زړه ښځه وايي چې، له چاغوالي ډېره په تکليف ده.د کار پر مهال ژر ستړې کيږي، پښې يې درد کوي او سايې هم لنډه لنډه کيږي.

د لوګر ولايت يو اوسېدونکی محمد قسيم چې وزن يې ډېردی او دکابل د ميرويس ميدان په سيمه کې د موټرو پرزې خرڅوي وايي چې،د پلي تګ او جسمي کار پر مهال ژر ستړی کيږي،سا يې ژر ژر سوځي . دغه ډول په خوب کې ډېر خرهاری کوي او سا يې هم تنګيږي .دی زياتوي چې د چاغوالي له امله لټ او تمبل شوی ،چې دې لټۍ د هغه پر کار وبار هم بده اغېزه کړېده.

ډاکټر ذهين وايي چې، په افغانستان کې د چاغوالي ستونزه مخ پر ډېرېدو ده . يوازي دوی ته د ورځي په سلو کې لس هغه ناروغان راځي چې ستونزې يې د چاغوالي له امله وي.

نوموړى زياتوي چې، چاغوالی د ګڼ شمېر ناروغيو لامل کېدای شي چې، لويې ناروغۍ يې د زړه د رګونو تنګېدل،بې وخته د زړه زړېدل، د پوستکې ژر زړېدل، د زړه او دماغ سکته،جنسي کمزوري اود حافظې کمزوري ده.

ځيني چاغ خلک چې د وجود مقاومت يې ډېر دی، په ظاهره جوړ ښکاري ، خو دغه خلک به خامخا يوه ورځ له روغتيايي ستونزو سره مخ شي.هر څومره چې د انسان عمر ډېريږي نو د چاغوالي امکانات يې هم ډېريږي،ځکه نو په ماشو مانو کې د چاغوالي ستونزه کمه ده.

 دچاغوالي دمخنيوي له پاره له بېلابيلو لارو ګټه اخيستل کيږي ،چې يوه لاره يې هم خوړو ته پام کول

روغتيايي کار پوهان په دې باور دي چې، د چاغوالي ستونزه د نرو په پرتله په ښځو کې ډېره ده او هغوی ته يو شمېر ځانګړي ستونزې هم پيداکوي.په کابل کې د زېږون او ښځينه ناروغيو ډاکټره حفيظه امرخېل وايي چې:ځيني چاغې ښځې اصلا نه اميدواره کيږي او که اميدواره هم شي نو د لنګون پر مهال له ګڼ شمېر روغتيايي ستونزو سره مخ کيږي.

هغه وايي چې داسې ميرمنې د وينې د فشاراود زړه ناروغيوسره لاس اوګريوان کيږي او ځيني ښځې که اميدواره هم نه وي ،نو اکثره وختونه د ملا او پښو دردونه ورته پيدا کيږي.

په کابل کې ډاکټر عبدالحميد سمندري د چاغوالي لاملونه په دې ډول بيانوي: نامناسب خوراک.يعني د ډېرو غوړو،خوږو او وچې ډوډۍ خوړل لږ جسمي کار کول؛ ارثيت ؛ د اميدوارۍ ، عصبي ناروغيو ضداوځينونوروناروغيو درمل خوړل او يو شمېر ناروغۍ لکه د ټايرايډ د غدې او عصبي ناروغۍ عمده عوامل کيداى شي.

دچاغوالي دمخنيوي له پاره له بېلابيلو لارو ګټه اخيستل کيږي ،چې يوه لاره يې هم خوړو ته پام کول دي .دکابل ښاريو اوسېدونکی احمد خان وايي چې، پخوايې وزن نوي کيلو ګرامه و خو کله چې يې غذايي رژيم پيل کړ ،نو اوس يې وزن اتيا کيلو ګراموته راټيټ شوى دى. دى وايي چې غوړ،خواږه ، وچه ډوډۍ او غوښه لږ،.خو سبزيجات ډېر خوري.

 له چاغوالي ډيره په تکليف يم، د کار پر مهال ژر ستړې کيږم، پښې مې هم درد کوي
د ميدان وردګو ولايت يوه زړه ښځه

ځيني خلک بيا په ورزشي کلبونو کې د ورزش د ځيني خاصو وسايلو له لارې خپل وزن کموي. د کابل ښار يو اوسېدونکی ،سيد يحيي صاحب جاني وايي چې، دی له يوه کال راهيسي ورزشي کلب ته ځي او د استاد تر څارنې لاندي ورزش کوي چې اوس يې وزن له پنځه نوي کيلو ګرامو څخه اتيا کيلو ګرامو ته راټيټ شوی دی.

ددې تر څنګ يو شمېر خلک د ورزشي لوبو له لارې هم خپل وزن کموي. د کابل ښار يو ځوان خالد وايي چې، پخوايې وزن اتيا کيلو ګرامه و خو له شپږو مياشتو راهيسي چې فوټبال يې شروع کړی نو لس کيلو ګرامه وزن يې کم شوی دی..

ډاکټر ذهين هم د وزن کمولو لپاره د خلکو دغه تجربې ګټورې ګڼي او زياتوي چې د عاملو ناروغيو درملنه،خوړو ته پام کول،ورزش او يا پلی تګ او ددې تر څنګ لږ خوراک د وزن کمولو تر ټولو ښې لارې دي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>